Asset 1SWN

سلام وطندار

هرات کې څه باندې ۵۰ ټنه نشه‌يي توکي سوځول شوي

IMG-20251108-WA0008

د هرات د امنیې قومنداني د نشه‌یي توکو پر ضد د مبارزې مدیریت مسوولان وایي چې جمعه (د لړم ۱۶مه) له ۵۰ ټنه ډېر نشه‌يي توکي سوځول شوي دي.

د نشه‌یي توکو ضد مبارزې مدیر حیات‌الله روحاني وایي چې دغه مواد د امنیتي ځواکونو له لوري د بېلابېلو عملیاتو پرمهال راټول شوي وو.

 په سوځول شویو توکو کې هیروئین، شیشه، تریاک، چرس، له ۱۰زرو ډېر د نشه‌يي ګولیو ټابلیټونه، ۳،۸۸۱ لیتره الکولي مشروبات، له ۵ زرو کیلوګرامو ډېر جامد او مایع کیمیاوي مواد، ۵۸۴،۸۴۶ کیلوګرامه د اومان بوټي او ۱۸۲۷ کیلوګرامه د «ایف» په نوم مواد شامل وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي زیاته کړه چې د تېرکال په اوږدو کې د نشه‌يي موادو د ساتنې او کرنې په تړاو له زر ډېر کسان نیول شوي او عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

په همدې حال کې، د هرات د ښار د محکمې د عامه امنیت دیوان غړی، غلام رسول وایي چې د اسلامي امارت د مشرتابه د فرمان پربنسټ، د نشه‌یي موادو کر، تولید، قاچاق، پلور او استعمال په ټول هېواد کې منع دی او اړوندې ادارې موظفې دي چې د مخدره موادو د بشپړې له‌منځه وړو لپاره جدي او دوامداره مبارزه وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام