د هلمند امنیتي مسوولان وايي، د نشهيي توکو پر ضد د عملیاتو په لړ کې په تېره یوه اونۍ کې باغران، موسیکلا او ناوهمېش ولسوالیو کې په پراخه کچه نشهيي توکي کشف او ضبط شوي.
د هلمند د امنیې قومنداني ویاند ملا عزتالله حقاني نن (دوشنبه، اسد ۱۷) یوې غونډې ته وویل، د کشفي او اوپراتیفي مالوماتو پر بنسټ د مبارزې د ځانګړو ځواکونو له لوري ټولټال، ۳۲۱۸ کیلو ګرامه اوومان، ۷۳۰۲ کیلو ګرامه آهاک، ۷۷۲۵ کیلو ګرامه سود او ۲۵ کیلوګرامه نشادر نیول شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د هغه په وینا، په دې تړاو ۶ کسان هم د قاچاق په تور نیول شوي او د دوسیو له بشپړولو وروسته به عدلي او قضایي ارګانونو ته وسپارل شي.
د هلمند د امنیې قومنداني مسوولان ټینګار کوي چې د نشهيي توکو پر ضد مبارزه به دوام ولري او د قاچاق شبکو پر وړاندې به جدي ګامونه پورته کړي.