تېره یوه اوونۍ کې د جدي له ۵مې تر ۱۱مې د اوسپنې پټلۍ له لارې ۱۷۰۶۲۶ مټریک ټنه انتقالات شوي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس نن (دوشنبه، جدي ۱۵) ویلي، د حیرتان بندر له لارې ۱۱۳زره او ۳۵۱ ټنه، د اقینې بندر له لارې ۱۲زره او ۹۷۰ ټنه، د تورغونډۍ بندر له لارې ۱۹زره او ۵۴۴ ټنه او د خواف ـ هرات له لارې ۲۴ زره او ۷۶۱ ټنه انتقالات شوي چې نفتي، غیر نفتي او نور مواد دي.
هغه ویلي، د انتقالاتو له ډلې یوه برخه ۳۲۰ ټنه صادرات دي چې لويه برخه یې وچه میوه او معدني ډبرې جوړوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د نوموړي په وینا، د ټولګټو وزارت هڅه کوي چې د لا زیاتو انتقالاتو لپاره مناسب شرایط او سوداگرو ته اړینې اسانتیاووې برابرې کړي.
د ټولګټو چارو وزارت ویاند محمد اشرف حقشناس زیاتوي چې هرڅومره د اوسپنې پټلۍ له لارې د صادراتو او انتقالاتو کچه لوړيږي، په هماغه اندازه کاري فرصتونه برابریږي، ملي عواید زياتيږي او په ټوله کې اقتصادي ثبات، ترقۍ او ځان بسياينې ته لاره هواریږي.