ملګري ملتونه وايي چې غزه کې د روانې جګړې او کلابندۍ له امله شاوخوا سل ماشومانو د لوږې له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.
د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر اوچا دغه وضعیت له شرمه ډک او ویجاړونکی بللی او د بېړني اقدام غوښتنه یې کړې ده.
بلخوا د خوړو نړیوال پروګرام اعلان کړی چې غزه کې شاوخوا ۳۰۰زره ماشومان له ګواښ سره مخ دي او له هرو درېوو کسانو یو یې، په ورځو خواړه نهلري.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دغه سازمان همداراز ویلي چې غزه کې د لومړنیو خوراکي توکو د اړتیا برابرلو لپاره، هره میاشت شاوخوا ۶۲زره ټُنه خوراکي توکو ته اړتیا لري. د یاد سازمان پر بنسټ، تراوسه په کافي اندازه خوړو ته اجازه نهده ورکړل شوې چې د غزې د دوه میلیونه وګړو خوراکي اړتیاوې پوره کړي.