د «مرسي کورپس» په نوم غیر دولتي سازمان راپور ورکړی چې کابل کې له ځمکې لاندې اوبو څخه ګټه اخیستنه د پام وړ ډېره ده او تقریبآ د دغه ښار تر نیمايي څاګانې وچې شوي.
ګاردین ورځپاڼې د مرسي کورپس سازمان په خبره راپور ورکړی چې کابل کې په تېرو لسو کلونو کې د چټکې ښاري پراختیا او اقلیمي بدلونونو له امله اوبو ته لاسرسی کم شوی او بیه یې مخ په لوړېدو ده.
راپور کې ویل شوي چې د ځمکې لاندې اوبو کچه ۳۰ متره ښکته شوې او ځينې کورنۍ د خپل عاید تر ۳۰ سلنې د اوبو اخیستو لپاره مصرفوي.
د راپور پر اساس، له درې دوه برخې افغانان د اوبو لګښتونو په خاطر پوروړي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
راپور کې راغلي چې پلازمینه کابل کې د اوبو ککړتیا ډېره شوې او شاوخوا ۸۰ سلنه د ځمکې لاندې اوبه د فاضله اوبو، مالګینوالي او زهرجن ارسنیک له امله ککړې دي.
د څښاک اوبو کمښت ستونزه د کابل اوسېدونکو لپاره تازه ننګونه نه ده، بلکې کلونه کیږي چې ورسره لاس او ګرېوان دي.
د اوبو او انرژۍ وزارت تر اوسه د دغه راپور پر وړاندې غبرګون نه دی ښوولې، خو تر دې وړاندې یې ویلي وو چې کابل کې د اوبو کمښت ستونزې حل لپاره لنډمهاله او اوږدمهاله پروګرامونه لري.
د مسوولانو په وینا، یو له دغو پروګرامونو څخه د پنجشېر له سینده کابل ته د اوبو لېږد پروژه ده چې کولی شي دغه ښار کې د اوبو کمښت ستونزه یو څه حل کړي.