Asset 1SWN

خوست کې د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیول شوی

سیسی

د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي چې دغه ولایت کې یې، د جعلي ویزو او دعوت‌نامو د جوړولو په تړاو یو کس نیولی دی.

د امنیه قومنداني له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې له جنایي جرمونو سره د مبارزې منسوبینو په خوست ښار کې هغه کس نیولی چې خلکو ته به یې، جعلي ویزې او دعوت‌نامې د اصلي په نوم پلورلې او له دې لارې یې له خلکو زرګونه ډالر اخیستي وو.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


خبرپاڼه زياتوي چې نيول شوي کس تازه له یوه هېوادوال څخه د روسیې جعلي دعوت‌نامې په بدل کې درې نیم زره او له يو بل کس څخه اته زره  ډالر اخیستي و چې بالاخره د امنیتي ځواکونو له‌خوا ونیول شو.

د نیول شوي کس دوسیه به د نورو اجراتو په موخه اړوندو ارګانونو ته وسپارل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام