Asset 1SWN

له ایران څخه تر دې مهاله یو میلیون او ۵۷زره افغانان راستانه شوي

راستانه شوي-ایران

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست مسوولان وايي، تر دې مهاله له ایران څخه یو میلیون او ۵۷زره او۶۸۶ افغان کډوال د اسلام‌قلعه له لارې هېواد ته راستانه شوي دي.

د هرات د اطلاعاتو او فرهنګ رییس او د کډوالو د چارو د رسېدنې د کمیسیون د معلوماتو او عامه پوهاوي د کمېټې مسوول، احمدالله متقي وایي چې په سیمه توګه د بېرته راستنېدونکو ځا پر ځای کېدو لپاره د اسلام‌قلعه په پوله کې د دوو لنډمهاله کمپونو د جوړېدو چارې بشپړې شوې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړی زیاتوي چې په همدې موده کې ۱۹۲ مړي هم له ایران څخه افغانستان ته انتقال شوي دي.

بل‌خوا، د هرات د کار او ټولنیزو چارو ریاست چارواکي وایي چې تراوسه له ۱۵زرو ډېر راستانه شوي افغانان چې لوړې زده‌کړې او مسلکي مهارتونه لري، په دې اداره کې ثبت شوي، څو د دوی لپاره د کار زمینه برابره شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام