د اسراییلو پوځ اعلان کړی چې غزه کې د نښتې پرمهال یو سرتېری وژل شوی او سوریه کې د اسراییلو یوې پوستې ته نږدې د چاودنې له کبله یو افسر سخت ټپي شوی دی.
چاودنه د سوریې سوېل کې د اسراییلو پوستې ته نږدې شوې چې تراوسه یې، څرنګوالی نهدی معلوم شوی. د اسراییلو د پوځ په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپي افسر روغتون ته د درملنې لپاره وړل شوی دی.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
په ورته مهال د «ټایمز اوف اسراییل» ورځپاڼې خبر ورکړی چې غزه کې د نښتو پرمهال یو اسراییلی سرتېری وژل شوی دی. په خبر کې ویل شوي چې دغه سرتېری ۲۰کلن و او د اسراییلو د پوځ اړوند د ۸۹۰ لېواه غړی و.
په وروستیو اوونیو کې د نښتو پرمهال د اسراییلو پوځ ته د مرګژوبلې اوښتو خبرونه ډېر شوي چې ډېری دغه پېښې د غزې شمال کې رامنځته شوي دي.