Asset 1SWN

د اسلامي امارت او ترکمنستان چارواکو د ټاپي پروژې د چارو پر چټکتیا ټینګار کړی

TAPI

د کانونو او پترولیم وزارت پر اېکسپاڼه لیکلي چې د دغه وزارت سرپرست هدایت الله بدري، د هرات والي نوراحمد اسلام‌جار، د افغانستان لپاره د ترکمنستان سفیر خواجه عوضوف، د ټاپي نل‌لیکې کمپنۍ اجراییوي رئیس مراد امانوف او نورو مسوولانو هرات کې د ټاپي ګازو نل‌لیکې پروژې له رغنیزو چارو لیدنه کړې.

دواړو لوریو د ټاپي پروژې د پرمختګ په اړه خوښي څرګنده کړې او د دغې پروژې د چارو پر چټکتیا یې ټینګار کړی دی.

د افغانستان په خاوره کې دامهال د ټاپي پروژې شاوخوا ۱۲ کیلومتره نل‌لیکه غځول شوې او د څه باندې ۲۰ کیلومترو په اوږدوالي د نل‌لیکې سیمه هواره شوې ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټاکل شوې چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا په موخه راتلونکو ورځو کې، هم‌مهاله په څو سیمو کې کارونه پیل شي.

ټاپي پروژه ګډه سیمه‌ييزه پروژه ده چې په پلي کېدو سره یې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته لېږدول کېږي. دا پروژه ټول‌ټال ۱۸۱۴ کیلومټره اوږدوالی لري چې ۲۰۷ کیلومټره یې د ترکمنستان، ۷۷۴ کیلومټره د افغانستان او ۸۲۶ کیلومټره یې هم د پاکستان له خاورې تېرېږي او د هند تر پولې پورې دوام کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام