Asset 1SWN

د اوچا ارزونه؛ بېلابېلو لاملونو افغانستان کې د مرستورسولو بهیر ټکنی کړی

افغانانو سره بشري مرستې

د ملګروملتونو د بشردوستانه مرستو د همغږۍ دفتر «اوچا» نن پنجشنبه، زمري نهمه، افغانستان کې د بشري وضعیت ارزونې په تړاو خپل شپږ میاشتنی راپور رسنیز کړ.

دغه راپور د روان کال د لومړیو شپږو میاشتو اړوند دی. د اوچا موندنې ښيي چې اداري محدودیتونه، چاپېریالي ننګونې او په ځینو برخو کې د سرپرست حکومت لاسوهنې، روان کال افغانستان کې د بشري مرستو بهیر کمزوری کړی دی.

د اوچا د ارزونې په یوه برخه کې ویل شوي: «په عملیاتي برخو کې تر ټولو عام خنډونه د اسلامي امارت د چارواکو له‌خوا لاسوهنه وه، ورپسې د فزیکي چاپېریال پورې اړوند ننګونې، د اغېزمنو خلکو لپاره خدماتو او مرستې ته د لاسرسي په برخه کې محدودیتونه یا خنډونه او په هېواد کې د ادارو، پرسونل یا توکو په تګ‌راتګ محدودیتونه وو.»

اوچا زیاته کړې چې ۷۳سلنه دغه ځنډونې د ښځو د ګومارنې ممنوعیت، د هوکړه‌لیکونو په لاسلیک کې ځنډ او د مرسته ترلاسه کوونکو په ټاکلو کې محدودیت له کبله وې.

بل‌خوا د اقتصاد وزارت  وايي چې افغانستان کې نړیوالې بشردوستانه مرستې د یادو بنسټونو له لوري کېږي او سرپرست حکومت په‌کې لاس نه‌لري.

د یاد وزارت ویاند عبدالرحمن حبیب وویل: «له پیل څخه تراوسه پورې، د نړیوالې ټولنې او ځینو هېوادونو بشري مرستې د اماراتو څانګو له مداخلې پرته، په مستقیم ډول د خپلو اړوندو دفترونو له لارې خپلې بشري مرستې چمتو کوي. د اقتصادي وضعیت په پام کې نیولو سره، موږ د خپلو خلکو د معیشت ننګونو د حل لپاره ټولو مرستندویه سازمانونو ته ټولې اړینې همکارۍ چمتو کوو او د دوی د شفافو فعالیتونو ملاتړ کوو.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ملګروملتونو له دې وړاندې ویلي و چې افغانستان په سیمه کې د انساني ناورین له پېچلي کړکېچ سره مخ دی.

د یاد سازمان په وینا، اقتصادي ناورین، دوامداره وچکالي، طبیعي پېښې او له ګاونډیو هېوادونو څخه د افغانانو د بېرته ستنېدو پراخې څپې، دغه هېواد کې اړتیاوې په کم‌سارې توګه زیاتې کړې دي.

بل‌خوا د طبیعي پېښو یوشمېر اغېزمن وايي چې بشري مرستې یې، د ژوند ښه‌والي لپاره یوازینۍ هیله ده.

د بدخشان اوسېدونکی نورالامین وویل: «سږکال په دې ولسوالي کې سختو سېلابونو زموږ کور په بشپړه توګه ډوب کړ او ویجاړ یې کړ. یونیم جوړ کور پاتې دی. اوس موږ د اوسېدو ځای نه‌لرو او بې‌وزله یوو. موږ د ترپال په واسطه د ځان لپاره سرپناه جوړه کړه او ادارو تر اوسه پورې زموږ سره مرسته نه ده‌کړې. زموږ ماشومان ښوونځي ته نه‌شي تللی، ځکه چې موږ د اسانتیاوو د برابرولو توان نه‌لرو.»

کارپوهانو په وار وار ټینګار کړی چې په افغانستان کې د اوسني بشري ناورین اداره کول د اسلامي امارت او نړیوالې ټولنې ترمنځ همغږۍ او ګډې همکارۍ ته اړتیا لري.

له همدې امله، بشري مرستو ته باید بې خنډه او په شفافه توګه لاسرسی برابر شي او د مرستندویه ادارو ظرفیتونه باید پیاوړي شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام