Asset 1SWN

اېن‌وېډیا د نړۍ تر ټولو ارزښت‌لرونکی شرکت وپېژندل شو

107246996-1685058490835-gettyimages-1232958154-WB-TAIWAN-TECHNOLOGY-30032021-7

اېن‌وېډیا چې د ټکنالوژۍ په برخه کې فعالیت کوي، د نړۍ په کچه تر ټولو ارزښت‌لرونکی شرکت پېژندل شوی دی.

یاد شرکت اپل او مایکروسافټ په څېر د نړۍ ستر شرکتونه شاته پرېښودل او د ټکنالوژۍ برخه کې د خپلو نوښتونو له امله د نړۍ غوره شرکت نومول شوی دی.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

رویټرز خبري اژانس نن چهارشنبه، جون ۱۹مه راپور ورکړی چې د ګرافیک او د چېپ «میمري‌کارټونو» یاد تولیدي شرکت د بازار ونډه ۳.۵ سلنه لوړه شوې چې ورسره یې بازار کې ارزښت، ۳.۳۳۵ ټریلیون ډالرو ته رسېږي.

اېن‌وېډیا د چېپ جوړونې، ګرافیک او د ټکنالوژۍ په نورو برخو کې ارزښت‌لرونکي فعالیتونه لري چې له مصنوعي ځیرکتیا سره یې بازار نور هم ښه شوی دی.

د راپور پر بنسټ، د مایکروسافټ د بازار ارزښت ۳.۳۱۷ ټریلیون ډالره دی او ونډه یې ۰.۴۵سلنې ته راښکته شوی دی.

د امریکا د ایفون موبایلونو تولیدي شرکت اپل بیا د بازار ونډه ۱سلنه راکمه شوې چې ورسره یې بازار کې ارزښت دا مهال ۳.۲۸۶ ټریلیون ډالر دی.

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

د یاد شرکت د بازار ارزښت د تېرو نهو میاشتو پرمهال له یو میلیون ټریلیون ډالرو څخه دوه ټریلیون ډالرو ته لوړ شو، خو د تېرو درېوو میاشتو پرمهال یې بیا ارزښت درې ټرېلیون ډالرو ته رسېدلی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام