د خوست امنیه قومنداني مسوولان وايي چې له تروریزم سره د مبارزې مدیریت منسوبینو د تېرو شپږو میاشتو پرمهال د بېلابېلو کشفي او اوپراتیفي عملیاتو په پایله کې ګڼشمېر وسلې او پوځي مهمات نیولي دي.
د خوست امنيه قومنداني څخه په استول شوې خبرپانه کې ویل شوي چې په نيول شویو وسلو کې ۳۰ میله کلاشینکوفونه، ۳۰ کړۍ لوی او واړه ماینونه، ۱۲ میله توپانچې، ۲ میله دهشکې، ۳ قبضې راکیټونه، ۴ د شپې دوربینونه او سلګونه د سپکو او درنو وسلو مرمۍ شاملې دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
خبرپاڼه کې راغلي چې د يادو وسلو په تړاو ۳۰ کسان هم نیول شوي چې دوسیې یې عدلي او قضایي ارګانونو ته سپارل شوي دي.
خبرپاڼه کې د خوست اوسېدونکو څخه غوښتنه شوې چې د تورو شیشو موټرو، نظامي انتونونو، نظامي هارنونو او نورو غیرقانوني توکو له کارونې ډډه وکړي.
د يادو وسلو او پوځي توکو په اړه شوي عملیات د عامه امنیت ټینګښت او د هر ډول احتمالي ناامنیو د مخنیوي په موخه شوي دي.