د شماليکوریا مشر کېم جونګ اون د یاد هېواد د «ټانک جوړولو» له یوې کارخونې لیدنه کړې او د کوریايي ټانکونو د جوړولو برخه کې یې، د پرمختګ خبر ورکړی دی.
د شماليکوریا دولتي خبري رسنۍ «KCNA» خبر ورکړی چې کېم جونګ اون دې کارخونه کې پوځ ته د وینا پرمهال ویلي چې پر پرمختللو ټانکونو سمبا پوځ د دوی لومړیتوب دی.
نوموړي زیاته کړې: « د پرمختللو ټانکونو او زغرهوالو موټرو تولید د اردو عصري کولو او د زغرهوالو ځواکونو د دویم انقلاب لپاره د واکمن ګوند پلان ته د رسېدو لپاره کلیدي موضوع او لومړیتوب دی.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د شماليکوریا مشر داسې مهال د ټانک جوړولو له یوې کارخونې لیدنه کوي چې دغه هېواد د خپل پوځ د عصري کولو په لټه کې دی.
کېم جونګ اون څو ورځو وړاندې د جنګي بېړنۍ، د ډرون الوتکو او نورو وسلو د ازموینې په مراسمو کې هم ګډون کړی و.
امریکا او سوېليکوریا وايي، شماليکوریا د اوکراین پر ضد د جګړې لپاره د خپلو سرتېرو د لېږد په بدل کې له روسیې پوځي او تخنیکي مرستې ترلاسه کوي، خو تراوسه یې، په دې اړه اسناد نهدي وړاندې کړي.