Asset 1SWN

سلام وطندار

د شمالي‌کوریا مشر: د ډرون پراختیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول مو لومړیتوب دی

rodong-mar27-2025-kju-drone-inspection

د شمالي‌کوریا مشر کیم جونګ اون وايي چې د وسلو د پرمختللي ټکنالوژۍ او ډرون وړتیاوو د پیاوړتیا لپاره د مصنوعي ځیرکتیا کارول د یاد هېواد لپاره ستراتیژیک لومړیتوب دی.

د شمالي‌کوریا دولتي خبري اژانسKCNA د راپور له مخې، کیم جونګ اون د پلازمېنې پیونګ‌یانګ په «بې‌پیلوټه هوايي ټکنالوژۍ کمپلکس» کې د بېلابېلو ډرونونو او څارګرو بې‌پیلوټه الوتکو د فعالیت ازموینې وڅارلې.

هغه ټینګار کړی چې د عصري ټکنالوژۍ ګټه اخیستنه د پوځ د پیاوړتیا او د دفاعي ستراتیژۍ د پرمختګ لپاره اړینه ده.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


په راپور کې ویل شوي چې شمالي‌کوریا غواړي د مصنوعي ځیرکتیا له لارې د ډرونونو په برخه کې خپلې تولیدي او تخنیکي وړتیاوې لوړې کړي او د پوځي عملیاتو لپاره پرمختللي وسایل جوړ کړي.

شنونکي باور لري چې د پیونګ یانګ دغه هڅې د نړیوالو اندېښنو د زیاتېدو لامل کېږي، ځکه د مصنوعي ځیرکتیا او ډرون ټکنالوژۍ یوځای کول د جګړې په ډګر کې د نوي بدلونونو سبب کېدای شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام