د شماليکوریا مشر کیم جونګاون د خپل هېواد د لوړپوړو نظامي چارواکو او اتومي ساینسپوهانو سره په ناسته کې ویلي چې د هېواد اتومي ځواک باید نورهم پیاوړی شي.
کیم ټینګار کړی چې یوازې «متقابل اتومي اقدام» کولای شي د شماليکوریا امنیت تضمین کړي. هغه ویلي چې د اتومي موادو او وسلو تولید باید د هېواد «لومړنی او اساسي هدف» وګرځول شي.
د هغه په وینا، «قوي مخه نیول چې پر اتومي وسلو ولاړه وي، د شماليکوریا لپاره د سولې او امنیت اصلي بنسټ دی.»
د شماليکوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی چې کیم په دې ناسته کې د یوې «نوې مهمې اتومي ستراتیژۍ» یادونه کړې، خو جزییات یې نه دي څرګند کړي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
هغه زیاته کړې: «موږ باید د هېواد اتومي سپر او توره تل تېزه او نوې وساتو، څو د ملي حاکمیت، امنیت او د هېواد د پرمختګ حق په ډاډمنه توګه خوندي کړو.»
دا ناسته په داسې حال کې شوې چې څو ورځې مخکې، د سوېليکوریا چارواکو ویلي وو، پیونګیانګ احتمالا د دوه ټنو غني شوي یورانیمو په مالکیت کې دی.
په همدې حال کې، کیم جونګاون تازه ویلي، که امریکا د شماليکوریا د اتومي وسلو د لرې کولو له «بېځایه ټینګار» څخه لاس واخلي، نوموړی واشنګتن سره د خبرو اترو لپاره چمتو دی.