د شماليکوریا مشر کیم جونګ اون، ژمنه کړې چې د هېواد پوځ به لاپیاوړی کړي او د نویو ستراتیژیکو وسلو او پوځي تګلارو پر پراختیا به تمرکز وکړي. دا څرګندونې هغه مهال شوي چې پیونګیانګ د خپل نظام د کلیزې د نمانځنې لپاره یوه لوی پوځي parade ته چمتووالی نیسي.
د شماليکوریا رسمي خبري اژانس KCNA نن یکشنبه، اکتوبر پنځمه راپور ورکړی چې کیم جونګ اون ویلي: «لکه څرنګه چې د امریکا پوځي ځواکونه په سویليکوریا کې پراخېږي، زموږ ستراتیژیکې ګټې هم په همدې کچه لوړېږي. موږ د دې بدلونونو په مقابل کې ځانګړي پوځي وسایل او منابع مهمو اهدافو ته ځانګړي کړي دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
کارپوهان وايي، د شماليکوریا دا څرګندونې ښيي چې پیونګیانګ غواړي د امریکا او سوېلېکوریا د ګډو نظامي تمرینونو او د سیمې د نوي امنیتي ترتیباتو پر وړاندې خپل دریځ لا سخت کړي. د دوی په وینا، دا ډول څرګندونې د احتمالي وسلو ازموینو یا د راکټي پروګرام د پراختیا لپاره پیل ګڼل کېدای شي.
شماليکوریا له اوږدې مودې راهیسې د واشنګټن او سیول ترمنځ د پوځي همکاریو مخالفه ده او دا یې د خپل ملي امنیت لپاره مستقیم ګواښ ګڼلی دی.