Asset 1SWN

شمالي کوریا: امریکا ته د سوېلي کوریا د ولسمشر سفر به د جګړې لامل شي

WireAP_724dcf23cef8483e991fd1ecf3b7caef_16x9_1600

شمالي کوریا د امریکا متحده ایالاتو ته د سوېلي کوریا د ولسمشر سفر یو پارونکی اقدام بللی او ویلي یې دي چې دا چاره به د جګړې لامل شي.

د شمالي کوریا مرکزي اژانس امریکا ته د سوېلي کوریا د ولسمشر سفر د دغه هېواد پر وړاندې له دښمنۍ ډک سیاست بللی او زیاته کړې یې ده چې دغه سفر به د پیونګ یانګ پر وړاندې اټمي جګړه په واقعیت بدله کړي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

د سوېلي کوریا ولسمشر یون سوک یول د ملګروملتونو د غړیو هېوادونو د مشرانو له ناستې وروسته د امریکا له ولسمشر جو بایډن سره یوه بیانیه تصویب کړه چې پر بنسټ یې د شمالي کوریا احتمالي ګواښونو او اټمي وسلو د مخنیوي په تړاو یوه ګډه ډله رامنځته کړې ده.

د دواړو هېوادونو ولسمشرانو د یادې لیدنې پر مهال د ګډې دفاع برخه کې پر همکاریو هم ټينګار کړی دی. خو شمالي کوریا بیا دغه کار پر یاد هېواد د اټمي برید د هدف په توګه یاد کړی دی.

سلام‌وطندار پر ټویټر وڅارئ

شمالي کوریا دغه څرګندونې داسې مهال کوي چې څو ورځې وړاندې سوېلي کوریا خبرداری ورکړ، که پیونګ یانګ خپلو غلطو ته دوام ورکړ، له سختو غبرګونونو سره به مخ شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام