Asset 1SWN

شمالي‌کوريا د بالېستیک توغندي بریالۍ ازموینه کړې

An intercontinental ballistic missile (ICBM) is prepared for launch in this undated photo released on November 19, 2022 by North Korea's Korean Central News Agency (KCNA). KCNA via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. NO THIRD PARTY SALES. SOUTH KOREA OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN SOUTH KOREA. REUTERS IS UNABLE TO INDEPENDENTLY VERIFY THIS IMAGE.

د سویلي‌کوريا د پوځ د ګډو ځواکونو دفتر نن چهارشنبه، اکتوبر ۲۲مه، په يوې خبرپاڼه کې ويلي چې د شمالي‌کوريا پوځ يو «نامعلوم بالېستیک توغندی» د هېواد ختيځ لور ته توغولی دی.

له هغه وروسته چې د سویلي‌کوريا نوی ولسمشر «لي جه ميونګ» په جون مياشت کې واک ته رسېدلی او د دواړو هېوادونو د اړيکو د ښه کېدو ژمنه يې کړې وه، دا د شمالي‌کوريا لومړۍ توغندیزه ازموينه ده.

د راپورونو له مخې، دا توغنديزه ازموينه د اسيا او ارام سمندر د اقتصادي همکارۍ د سازمان (APEC) د غونډې له پيلېدو لږ وړاندې شوې ده.

ټاکل شوې چې یاده غونډه د اکتوبر پر ۳۱مه او د نومبر پر لومړۍ نېټه د سویلي‌کوريا په جونجو ښار کې ترسره شي. تمه کېږي چې د امريکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ هم په دې غونډه کې ګډون وکړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ټرمپ هيله څرګنده کړې چې ښايي سږکال د شمالي‌کوريا له مشر «کيم‌جونګ‌اون» سره يو ځل بيا وګوري. هغه د خپلې لومړۍ ولسمشرۍ پرمهال له کيم جونګ اون سره څو ځلې لیدلي دي.

بل‌خوا، د شمالي‌کوريا مشر ويلي که امريکا له دې غوښتنې تېر شي چې شمالي‌کوريا دې له خپلو اټومي وسلو لاس واخلي، نو هغه چمتو دی له واشنګټن سره خبرې بيا پيل کړي.

د روانې مياشتې په پيل کې شمالي‌کوريا تر ټولو ځواکمن توغندي په يوه پوځي پرېډ (رژه) کې نندارې ته وړاندې کړل.

 دا مراسم د شمالي‌کوريا د نظام د جوړېدو د اتيايمې کليزې په مناسبت په پلازمېنه پيونګيانګ کې برابر شوي وو چې د روسيې او چين جګپوړو چارواکو هم په کې ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام