د شماليکوریا دولتي رسنۍ KCNA راپور ورکړی چې د سوېليکوریا پوځ د دواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سیمه کې د خبرداري ډزې کړي چې شماليکوریا پاروونکې بللي دي.
شماليکوریا دولتۍ رسنۍ همداراز ویلي چې د سوېليکوریا د پوځ خبرداري خپرونې په دې سیمه کې زیاتې شوې دي.
د KCNA راپور وايي، د شماليکوریا د پوځ چارواکو خبرداری ورکړی، که د سرحدي سیمې وضعیت ته پام ونه شي، نو د پېښو ټول مسؤلیت به د سوېليکوریا پر غاړه وي.
د سوېليکوریا د ګډو ځواکونو دفتر ویلي چې د سهشنبې سهار د شماليکوریا ځینې سرتېري سرحدي کرښې ته نږدې شول چې وروسته د خبرداري ډزې وشوې او شماليکوریا سرتېري بېرته خپل لوري ته ستانه شول.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دا پېښه په داسې وخت کې رامنځته شوې چې د سوېليکوریا ولسمشر، ليجېمېونګ، د سرحدي سیمو د پوځي فعالیتونو د محدودولو اعلان کړی و، څو د دواړو هېوادونو ترمنځ اړیکې ښه شي.
په ورته مهال شماليکوریا د سوېليکوریا او امریکا د ګډو پوځي تمرینونو پر ضد هم سخت غبرګون ښودلی او دا یې د «واقعي جګړې لپاره تمرین» بللی دی.
کارپوهان وايي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سرحدي وضعیت په اړه اندېښنې شته، او دا ډول پېښې کولای شي د سیمهییزو تنشونو د زیاتوالي سبب شي.