Asset 1SWN

سلام وطندار

شمالي‌کوریا د نوي کال په پیل کې بالستیک توغندي توغولي

An intercontinental ballistic missile (ICBM) is prepared for launch in this undated photo released on November 19, 2022 by North Korea's Korean Central News Agency (KCNA). KCNA via REUTERS ATTENTION EDITORS - THIS IMAGE WAS PROVIDED BY A THIRD PARTY. NO THIRD PARTY SALES. SOUTH KOREA OUT. NO COMMERCIAL OR EDITORIAL SALES IN SOUTH KOREA. REUTERS IS UNABLE TO INDEPENDENTLY VERIFY THIS IMAGE.

شمالي‌کوریا د نوي کال په پیل کې د خپلو لومړیو پوځي اقداماتو په ترڅ کې نن «یکشنبه، جنورۍ څلورمه» د خپل ختیځ ساحل له لوري څو بالستیک توغندي سمندر ته توغولي دي.

دا ازموینې په داسې حال کې شوې چې د سوېليکوریا ولسمشر د چین پر لور خپل رسمي سفر پیلاوه.

د سوېلي‌کوریا د پوځ د معلوماتو له مخې، توغندي ځايي وخت شاوخوا د سهار په ۷:۵۰ بجې توغول شوي او نږدې ۹۰۰ کیلومتره واټن مزل یې کړی دی.

 پوځ زیاته کړه چې سوېلي‌‌کوریا او متحده ایالات د دغو توغندیو تخنیکي ځانګړتیاوې په دقت څېړي او په بشپړ چمتووالي کې دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د امریکا د اسیا–پاسیفیک ځواکونو بیا ویلي چې دا توغندي د امریکا، د هغوی د متحدینو او یا سیمې لپاره سمدستي ګواښ نه ګڼل کېږي. جاپان هم راپور ورکړی چې لږترلږه دوه توغندي تر ۹۵۰ کیلومترو پورې الوتلي دي.

د جاپان د دفاع وزیر شینجیرو کویزومي ویلي چې د شمالي‌کوریا اټومي او توغندیز پروګرام د سیمې او نړیوال امنیت لپاره د منلو وړ نه دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام