Asset 1SWN

نورالحق انور: اسلامي امارت د خلکو لپاره لوی نعمت دی

FtvWTVQWcAAHHk0

د سرپرست حکومت د چارو ادارې سرپرست نورالحق انور وايي چې اسلامي امارت د خلکو لپاره یو نعمت دی.

نوموړي دغه څرګندونې نن پنجشنبه، کب ۳۰مه کابل کې د نوي ښوونیز کال په پیل مراسمو کې کړې دي.

د چارو ادارې سرپرست زیاته کړې چې هېواد کې امنیت ټينګ دی او په وینا یې، د زده‌کړو لپاره ښه زمینه برابره شوې ده.

 هغه ټينګار کړی چې په ټولو برخو کې متوازن پرمختګ شوی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي ویلي: « «اسلامي امارت د خلکو لپاره یو نعمت دی او په ټولو برخو کې متوازن پرمختګ کړی دی. اسلامي امارت په هېواد کې امن راوستی، چې له امله یې علم ته ښه زمینه برابره شوې ده. هېوادوال باید خپل ماشومان د علم زده‌کړې ته واستوي.»

نن پنجشنبه، کب ۳۰مه د هېواد په سړو سیمو کې نوی ښوونیز کال پرانېستل شو. په دې اړه جوړې شوې غونډه کې د پوهنې وزارت سرپرست سربېره د سرپرست حکومت یوشمېر لوړپوړو چارواکو هم ګډون کړی وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام