Asset 1SWN

سلام وطندار

نور‌الدین عزیزي: افغانستان د ایکو سازمان د راتلونکې غونډې کوربه‌ دی

نورالدین عزیزي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي ویلي، افغانستان د «ایکو» اقتصادي همکاریو سازمان راتلونکې غونډې ترسره کولو او کوربه‌توب لپاره پوره چمتوالی لري.

هغه ويلي، کابل د ایکو سازمان په وروستۍ ناسته کې دا کوربه‌توب په غاړه اخیستی.

ښاغلي عزیزي د افغانستان لپاره د ایکو سازمان پر ارزښت ټینګار کړی او د سوداګرۍ او ترانزیت پراختیا لپاره د «سیمې څلورلارې» په توګه یې د افغانستان جغرافیايي موقعیت مهم بللی.

هغه له پاکستان سره په سوداګرۍ کې د باور رامنځته کېدو غوښتنه کړې او ویلي، د ایکو هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو کنفرنس کې دوه ورځې پر تخنیکي مسایلو بحثونه وشول او له ډېرو وزیرانو سره یې خبرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د صنعت او سوداګرۍ وزیر په وینا، افغانستان به د مالونو، مرغانو، بټریو او نورو برخو کې په ځان متکي شي او دامهال په ۵۰۰ سکټورنو کې افغانستان کې تولیدات کیږي.

نوموړي ډاډ ورکړی چې راتلونکي یو کال کې به افغانستان د سړو خونو په برخه کې ځان بسیاینې ته رسېږي.

د یادونې ده چې د اقتصادي همکاریو سازمان «ایکو» وروستۍ او پنځمه غونډه د روان ۲۰۲۵ کال د نومبر په ۲۴مه پیل او د نومبر په ۲۶مه پای ته ورسېده.

دغه غونډه کې ټینګار شوی چې افغانستان سره د سوداګرۍ پراختیا لپاره همکاري کوي.

د «ایکو» سازمان د سیمې له مهمو اقتصادي سازمانونو څخه دی چې د غړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي، سوداګریزو، فرهنګي او تخنیکي همکاریو پیاوړتیا په موخه رامنځ ته شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام