د ارشاد، حج او اوقافو وزیر نورمحمد ثاقب وايي، راتلونکی کال د یوه حاجي د حج مصرف د تېر کال په پرتله ۱۵۶۹۰ افغانۍ کم شوی.
هغه نن شنبه دلوې ۱۱ / جنوري ۳۱ کابل کې یوې غونډې ته وویل، سعودي عربستان څخه د راتلونکي کال لپاره افغانستان ته د ۳۰ زره حاجیانو د حج سهمیه اخیستل شوې.
د ده په وینا، د لا زیاتې سهمیې اخیستلو په موخه د جدي هڅو په ترڅ کې د سعودي حکومت راتلونکې کې د سهمیې زیاتولو ژمنه هم ورکړې ده.
ښاغلي ثاقب وویل چې د ورکړل شوې سهمیې لویه برخه یې هېواد کې د حج پر پخوانیو ثبتنام شویو متقاضیانو په شفافه او عادلانه توګه ویشلې.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
دی وايي: «د اسلامي امارت له راتګ وروسته په ټول هېواد کې ۸۷۱۰۴ تنه د حج پخواني ثبت شوي متقاضیان پاتې وو چې د هغوی له جملې څخه په یو شمېر ولایاتو کې متقاضیانو ته د ورکړل شوي نوبت له مخې آن په ۱۴۱۲ هـ ش کال کې نوبت رسېده، وزارت د حج سهمیې د دقیق، شفاف او عادلانه ویش په نتیجه کې وتوانېد چې نږدې دغه ټول منتظر حاجیان په پنځو کلونو کې حج ته ولیږي.»
هغه له ټولو هغو حاجیانو څخه چې د ۱۴۴۷هـ ق، مطابق ۱۴۰۵هـ ش کال لپاره ورته د حج نوبت رسېدلی او لومړۍ قسط پیسې یې تحویل کړي، وغوښتل چې د خپل دویم او وروستي قسط پیسې تحویل کړي.
همدارنګه د نوې نوملیکنې او امارتي اداراتو د سهمیې حاجیان چې تر اوسه یې د حج د لګښتونو هیڅ مبلغ نه دی تحویل کړی باید د حج د اداء کولو ټولې پیسې په یو ځل تحویل کړي.
ده زیاته کړه چې د حج فریضې ادا کوونکي کولی شي له راتلونکې دوشنبې ورځې په مرکز کې د حج، عمرې او زیارتونو له لوی ریاست چې په مجتمع الحجاج کې موقعیت لري او په ولایاتو کې د ارشاد، حج او اوقافو له ریاستونو څخه تعرفه ترلاسه او یاد مبلغ اړوند بانک ته تحویل کړي.