د امارت اسلامي د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي هند ته د شپږ ورځني سفر په ترڅ کې بېلابېلو هندي چارواکو، په ځانګړې توګه د دې هېواد د روغتیا وزیر، د دودیز طب وزیر، د درمل جوړونې شرکتونو مسوولانو او د روغتیا نړیوال سازمان له مشر سره لیدلي.
جلالي د دې سفر موخه د دواړو هېوادونو ترمنځ د روغتیايي اړیکو پیاوړتیا ښوولې او وې ویل، له هندي چارواکو سره یې د افغان روغتیايي کارکوونکو په ظرفیت لوړولو، افغانستان ته د باکیفیته درملو د واردولو، د ویزو په ترلاسه کولو کې په اسانتیاوو، هند کې د افغان ناروغانو په درملنې او د افغانستان د روغتیايي مرکزونو د تجهیز په اړه خبرې کړي.
هغه همدارنګه وویل چې هند د درملو او طبي تجهیزاتو په برخه کې د ۹ میلیون او ۸۰۰ زره ډالرو په ارزښت د همکارۍ ډاډ هم ورکړی.
د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي وویل: «د هند حکومت د ۵ میلیونه ډالرو په ارزښت د بېلابېلو واکسینونو د برابرولو، د سرطاني ناروغانو د درملنې لپاره د ۳ میلیون ډالرو په ارزښت د رادیوتراپۍ وسایلو، د ۱ میلیون ډالرو په ارزښت د سرطان ضد ۵ ټنه درملو لېږد، د ۳۰۰ زره ډالرو په ارزښت د سيټيسکن ماشین او د ۵۰۰ زره ډالرو په ارزښت د تلاسیمیا مرکز د جوړولو ژمنه کړې.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
اخوا، د عامې روغتیا وزیر هند ته د خپل شپږ ورځني سفر په ترڅ کې د دودیز طب په اړه د روغتیا نړیوال سازمان د دویم کنفرانس په پایغونډه کې هم ګډون کړی او د دغه سازمان له عمومي مشر سره د روغتیايي خدمتونو د ښهوالي، په نړیوالو روغتیايي کنفرانسونو او غونډو کې د افغان روغتیايي مسوولانو د ګډون او د هېواد په ۳۱۸ ولسوالیو کې د نویو روغتونونو د تجهیز په اړه خبرې کړي.
ښاغلي جلالي د درملو د تولید په سکتور کې د هندي شرکتونو د همکارۍ او هیواد کې د دوی د پانګونې په اړه هم خبر ورکوي.
«موږ هند کې د درملو د تولید د اتحادیې له مسوولانو سره ولیدل. هغوی د وارداتو او پانګونې په برخه کې لنډمهاله او اوږدمهاله ژمنې وکړې؛ لنډمهاله ژمنه دا ده چې د بازار اوسني تشې به ډکې کړي او اوږدمهاله یې دا ده چې هېواد کې به پانګونه وکړي. په دې لیدنه کې زموږ تمرکز تر ډېره د درملو پر کیفیت او بیو وو او هغوی ژمنه کړې چې هغه درمل چې موږ یې واردوو، باکیفیته او ارزانه به وي.»
د یادونې ده چې د هند د دودیز طب له وزیر سره لیدنه، کابل کې د دودیزو درملو د انسټیټیوټ او څیړنیز مرکز د جوړولو په اړه بحثونه، دغه برخه کې د متخصصو ډاکټرانو د روزنې په برخه کې همکاري او د دوه اړخیزو همکاریو په اړه د هوکړهلیکونو لاسلیک کول، هند ته د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزیر د شپږ ورځني سفر نورې برخې وې.