Asset 1SWN

نور جلال جلالي: روغتیا برخه دې له سیاست لرې وساتل شي

GzQQ89WWsAA_J07

د عامې روغتیا وزیر نور جلال جلالي د اسلامي همکاریو سازمان له سفیر العیاش سره لیدنه کې ویلي، روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق دی او دا برخه باید له سیاسته لرې وساتل شي.

د عامې روغتیا وزارت نن (سه‌شنبه، سنبله ۴) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دې لیدنه کې دواړو لورو د روغتیا برخه کې د اړیکو پر پیاوړتیا، د ملک سلمان د بشري مرستو او همکارۍ مرکز له‌خوا د روغتیایي سکټور پر ملاتړ او افغانستان کې د راتلونکو روغتیايي پروګرامونو په اړه خبرې کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نور جلال جلالي روغتیایي خدماتو ته لاسرسی د خلکو حق بللی او ټینګار یې کړی چې د روغتیا برخه باید له سیاسته لرې وساتل شي.

د هغه په وینا، هڅه کوي چې د نړیوالو مرستو ترڅنګ، له خپلې داخلي بودجې په استفادې د روغتیایي سیسټم پراختیا او معیاري کولو لپاره لا ډېر کار وکړي.

خبرپاڼه کې راغلي چې د اسلامي همکاریو سازمان استازو هم د اړیکو پیاوړتیا ترڅنګ، افغانستان کې د روغتیايي سیسټم پراختیا او ملاتړ په موخه د همکارۍ ژمنه کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام