د لغمان د پېښو پر وړاندې د مبارزې رئیس خیر محمد غازي ویلي، د تیرې شپه زلزلې د پرلپسې ټکانونو له امله دغه ولایت کې ۹ تنه ټپیان شوي.
نوموړی وایي، یاد کسان د زلزلې پرمهال د منډو او ګډوډیو په حال کې ټپیان شوي چې مهترلام ولایتي روغتون ته وړل شوي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د مالوماتو له مخې، د الینګار ولسوالي اړوند «رجایي» سیمه کې ځینې کورونه نړیدلي چې ځاني زیان نهلري.
د یادونې ده چې لغمان کې د تېرې شپې راهیسې شپږ ځپلې پرلپسې زلزله شوې ده.