Asset 1SWN

لوګر کې سږکال نهه علمي سیالي جوړې شوي

b206b1fa-8129-495b-a0eb-87515ccdf6a9

 لوګر ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست چارواکي وایي روان کال د ځوانانو علمي کچې لوړېدو په موخه ۹ علمي سیالي جوړې کړي دي.

د دغه ولایت اطلاعاتو او فرهنګ ریاست رییس رفېع‌الله صمیم پل‌علم کې د امام ابوحنیفه (رح) د سېرت په تړاو جوړې شوې یوې غونډې ته وویل، دغه سیالي د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د یوشمېر خیریه بنسټونو په مالي ملاتړ جوړې شوې دي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

صمیم زیاته کړه: «په جوړو شویو سیالیو کې زرګونه ځوانانو ګډون کړی ده او اساسي موخه یې د لوګر ولایت ځوانان د کتاب مطالعې ته رابلل دي، څو پورې علمي کچې یې لوړه شي.»

ده همدارنګه وویل، روانه اونۍ د «الکوثر فکري او فرهنګي ټولنې» په همکارۍ د زرو کسانو ترمنځ د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې سیالي ترسره کړه چې نن یې پاېلې اعلان شوې او د یادو سیالیو لومړی مقام ګټوونکی حج عمرې ته لېږل کیږي او په پاتې ګډونوالو کې یې ۵۰ مخکښ ګډونوالو ته ځانګړې ډالۍ هم ووېشل شوې.»

د لوګر د لوړو زده‌کړو موسسې رییس مفتي ضیااحمد الاصارم وویل: «د امام اوبوحنفیه (رح) په اړه باید ټول مسلمانان په ځانګړې توګه ځوانان مالومات ولري دا ځکه چې موږ د ده د مذهب لارویان یو، امام ابوحنیفه هغه عظیم شخصیت دی، چې پوره  ٤٠ کاله یې د ماسختن په اوداسه یې د سهار لمونځونه کړي دي.»

نوموړي له ځوانانو وغوښتل چې د کتاب مطالعې ته مخه کړي او مطالعه کولای شي چې د ځوانانو ژوند ته مثبت بدلون ورکړي.

بلخوا لوګر کې د فرامینو د څارنې ریاست رئیس مفتي وحیدالله وهاج اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري د جوړو شویو سیالیو ستاینه او ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه چې د امام ابوحنیفه (رح) د پېژندنې په سیالیو کې له زرو زیاتو ځوانانو ګډون کړی دی چې دا د لوګر د اوسیدونکو لپاره د ویاړ ځای دی.

هغه په ځوانانو غږ وکړ چې لېک لوست ته مخه کړي او د دیني علومو ترڅنګ په عصري علومو برخه کې هم خپلې زده کړې دوامداره کړي.

سلام‌‌وطندار پر ټویټر هم وڅارئ

هېره دې نه وي چې تېر کال هم د لوګر ولایت اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري ورته سیالۍ جوړې شوي دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام