د نایجریا کرېکټ ملي لوبډلې په شل اووره نړیوالو لوبو کې پر عاج ساحل لوبډلې نوی ریکارډ جوړ او دغه لوبډله یې، په ۷ منډو وسوځوله.
نایجریا لوبډلې له افریقا څخه د شل اووره نړیوال جام لارموندنې سیالیو کې د عاجل ساحل پروړاندې لومړی توپوهنه وکړه او په شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو ۲۷۱ منډې وکړې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
عاجساحل لوبډلې ته تر ټولو ډېرې منډې اوتارا محمد وکړې چې څلور منډې وې. پاتې لوبغاړو له ډلې ۷ لوبغاړي په صفر او درې نور په یوه یوه منډه خپلې وېکټې له لاسه ورکړې.
نایجریا دغه سیالي کې د ۲۶۴ منډو په توپیر عاج ساحل له ماتې سره مخ کړ چې شل اووره سیالیو کې د ریکارډ کچې ماته بلل کېږي.
له دې وړاندې منګولیا د سنګاپور لوبډلې لهخوا په لسو منډو سوځول شوې وه، خو عاج ساحل بیا تر نوموړې لوبډلې هم کمو منډو سوځېدو ریکارډ خپل کړ.