Asset 1SWN

سلام وطندار

ندا محمد ندیم: د نظام د دفاع لپاره سر او مال قرباني کوو

ندا محمد ندیم

د اسلامي امارت د لوړو زده کړو وزير شيخ ندامحمد نديم وايي چې اوسنی نظام په ډېرو قربانيو ترلاسه شوی او د ساتنې لپاره یې لا ډېرې قربانۍ ته تيار دي.

هغه تېره ورځ (جمعه، قوس ۲۱) پکتیا کې په جهادي مدرسه کې د دستاربندۍ يوه غونډه کې وويل چې د اوسني نظام د دفاع لپاره به په سر او مال دريږي.

هغه له ځوانانو غوښتنه وکړه چې د نظام پاليسي ته توجه وکړي او د مشرتابه هدايت په سمه توګه ومني.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وويل: «د نظام پاليسي مراعات په کار دی، که درته وايي چې سنګر ته ولاړ شه هلته ځه او که درته وايي چې قول اردو ته لاړ شه هلته ځه او که درته وې وويل چې په حوزه کې اوسه بيا هلته اوسه. د خپل ځان څخه امر مه جوړوه او هر چيرته په خپل سر منډې مه وهئ.»

هغه له فارغ شويو مولويانو څخه غوښتنه وکړه چې د دستاربندۍ په جلسو کې دې له عکسونو او ويډيو له اخيستو ځان وساتي او د خپل امر اطاعت دې وکړي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام