Asset 1SWN

سلام وطندار

تازه راستنې شوې کورنۍ: لا خپلو سیمو ته نه‌وو رسیدلي چې پاکستان په نښه کړو

6560fd60-7ab2-4a78-b484-49fc5331c68b

له پاکستنه تازه را ایستل شوې یوشمېر کورنۍ وايي، له یوه لوري پاکستاني پوځ په جبري ډول له دغه هېواده ایستلي او له بل لوري یې په بې‌ګناه ډول دوی په نښه کړي.

د هغوی په وینا، لا خپلو سیمو ته نه و رسیدلي چې د پاکستان هدف وګرځېدل.

نذیر چې دا تېره ورځ له پاکستانه هېواد ته راستون شوی په دې اړه وايي: «مونږ پرون دې خوا را واوښتو، موټر مو له پولې هاخوا پاتې دی، توکي مو هم هغې خوا ته دي. مالومات نه لرو د چا نمبر هم راسره نه‌شته چې احوال ترې واخلو. ټوله شپه درز او دروز وو، ماشومان مو ډارېدل.»

تازه راستون شوی جمعه خان هم وايي: «تازه راغلو، ماشومان مو را واړول، توکي مو چې کوم موټر کې بار دي، هغه د پاکستان طرف ته پاتې دی. مونږ په خیمه کې پراته وو، د شپې یو دم ډزې شروع شوې، ټول خلک پیاده راون وو، هلته وړاندې سړک کې یو ټیلر ولاړ وو، هغې کې ځینې خلک لاړل، دلته کمپ کې یو توپ ولګېده، یو کس شهید دی او درې نور ټپیان دي.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


ورته مهال ختیځ کې د ۲۰۱ خالد ابن ولید قول اردو ویاند وحیدالله محمدي وایي، د پاکستاني پوځ پر وړاندې د تېرې شپې په غچ‌اخېستونکو عملیاتو کې ۱۳۶ پاکستاني نظامیانو ته مرګژوبله اوښتې.

هغه وویل، پاکستاني پوځیانو د اسلامي امارت ځواکونو سره د مخامخ جګړې پرځای تورخم کې له پاکستانه د راستنېدونکو افغان کډوالو لنډمهالی مېشت غالی په نښه کړی چې د یوه ځايي اوسېدونکي په ګډون ۹ تازه را ایستل شوي افغان کډوال ټپیان شوي.

د هغه په وینا، د اسلامي امارت له لوري د تیرې شپې په انتقامي بریدونو کې چې څلور ساعته یې دوام وکړ په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې  د پاکستاني ځواکونو ۱۳ پوستې د افغان ځواکونو له لوري نیول شوي او ۴ پوستې په خپله پاکستاني پوځیانو پریښي دي.

هغه زیاته کړه چې ننګرهار او کونړ ولایتونو کې ۱۳۶ پاکستاني ځواکونو ته مرګژوبله اوښتې چې ۱۴ جسدونه یې افغان لوري سره دي.

ختیځ کې د ۲۰۱ خالد ابن ولید قول اردو ویاند همدارنګه وایي چې پاکستاني پوځ مخامخ جګړه کې روحیه بایللې او ملکي وګړي په نښه کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام