Asset 1SWN

د نیوزیلنډ لومړی وزیر: نتن‌یاهو خپل عقل له لاسه ورکړی

نیوزیلنډ- لومړی وزیر- نیوزیلنډ لومړی وزیر

د نیوزیلنډ لومړي وزیر کریسټوفر لکسون، د اسراییلو پر لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو توندې نیوکې کړي او ویلي یې دي چې هغه «خپل عقل له لاسه ورکړی» دی.

لکسون د غزې پر تازه بریدونو سخت غبرګون ښودلی او دا یې «په بشپړ ډول د نه منلو وړ» بللي دي.

هغه ټینګار کړی چې د خلکو په زور بې‌ځایه کول او د غزې الحاق به له نړېوال قانون  څخه په ښکاره توګه سرغړونه وي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


هغه وویل: «موږ دا مسایل په دوامداره توګه غندلي دي، خو هغه هېڅ غوږ نه نیسي.»

لکسون همداراز زیاته کړې چې نیوزیلنډ د یوه دولت په توګه د فلسطین د رسمیت‌پېژندنې په تړاو غور کوي.

دا څرګندونې وروسته له هغې کېږي چې استرالیا د کاناډا، برتانیې او فرانسې په څېر اعلان وکړ چې راتلونکې سپتمبر کې به د ملګروملتونو په کنفرانس کې د فلسطین دولت په رسمیت وپېژني.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام