Asset 1SWN

سلام وطندار

کاناډا ته د نیوزیلنډ ماته؛ افغانستان له نړیوال جام ووت

413708

د هند او سریلانکا په کوربه‌توب د شل اووره سیالیو نړیوال جام د نن ورځې په لومړۍ سیالي کې نیوزیلنډ کاناډا ته په ماتې ورکولو سره، افغانستان هم له دې جام بهر کړ.

د کاناډا په دې ماتې سره افغان کرېکټ ملي لوبډله هم له یاد شل اووره نړیوال جام ووت او له ډي ګروپ څخه د اتو غوره لوبډلو پړاو ته سوېلي‌‌افریقا او نیوزیلنډ لاره پیدا کړه.

افغانستان په دوو ماتو او یوې بریا سره دا مهال درېیم ځای کې دی.

کاناډا په دې لوبه کې لومړی توپ‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د څلور لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۷۳ منډې وکړې او نیوزیلنډ ته یې د ۱۷۴ منډو هدف ورکړ.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د کاناډا لپاره یوفراج سمرا سلیزه وکړه او ۱۱۰ منډې یې جوړې کړې.

بل‌خوا د نیوزیلنډ کرېکټ ملي لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۶ اوور کې ترلاسه کړ او بریا یې، خپله کړه. ګلېن فېلېپس ناسوځېدلې ۷۶ او راچین رفنډرا ناسوځېدلې ۵۹ منډې جوړې کړې.

د لوبې غوره لوبغاړی ګلېن فېلېپس ونومول شو چې درې کېچونه یې هم نیولي وو.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام