Asset 1SWN

د لوګر نوی امنیه قومندان: د ولس ستونزو ته رسېدنه مو لومړیتوب دی

900364c4-8846-4cbc-8809-ed923dc94b76

د لوګر لپاره نوی امنیه قومندان  ملا اغاولي نوري نن پنجشنبه، کب ۲۳مه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې معرفي او خپله دنده پیل کړه.

د لوګر په مرکز پل‌علم کې په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کورنیو چارو وزارت او د لوګر لوړوپوړو نظامي او ملکي مسوولانو ګډون کړی وو.

جوړې شوې غونډې ته د لوګر مرستیال والي مولوي محمدانور دين پرور وویل، د ا.ا د مشرتابه حکم له مخې، ملا اغا ولي «نوراني» د لوګر نوي امنیه قومندان ګومارل شوی او نن یې په رسمي توګه خپله دنده پيل کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نوموړي له نوي امنیه قومندان څخه وغوښتل چې د امنیت ټینګښت ترڅنګ د ولسونو ستونزو ته جدي رسېدنه وکړي.

بل‌خوا د لوګر نوي ګومارل شوي امنیه قومندان ملا اغاولي «نوراني» وویل، د امنیت ټینګښت او د ولسونو ستونزو ته رسېدنه یې، لومړیتوب دی.

هغه وویل، ورکړل شوی مسوولیت یو امانت دی او هڅه کوي چې د خپلو امنتي ځواکونو او ولسونو پرمټ یې په سمه توګه ترسره کړي.

هېره دې نه وي چې د لوګر پخوانی امنیه قومندان مولوي محمدالدین شاه مخبت د هلمندمرستیال قومندان په توګه ګومارل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام