د خوست لپاره نوي ټاکل شوي والي مولوي عبدالله مختار پرون شنبه، تلې ۲۶مه، د کورنيو چارو وزارت د لومړي مرستيال محمدنبي عمري له لوري د یوې ناستې پرمهال په رسمي توګه معرفي شو.
د نوي والي د معرفي مراسمو کې د کورنيو چارو وزارت لومړي مرستيال نبي عمري وويل چې د پاکستاني طالبانو «ټيټيپي» هېڅ جنګيالي په افغانستان کې نشته او په وینا یې، په قبايلي سيمو کې دي.
نبي عمري وويل: «ټيټيپي موږ نه دې راوستلې، نه يې موږ حمايت کړی نه زموږ په وخت کې راغلې ذي، هغه مجاهدين او مسلح کسان يې دلته نشته هغه ټول په قبايلي سيمو کې دي.»
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نبي عمري همداشان وويل چې د پاکستاني طالبانو او پاکستان ترمنځ خبرو کې دوه يا دونیم کاله مخکې چې ده، ګډون درلود، خو د جناح زامن پرې ملامت دي.
د اسلامي امارت مشرشیخ هبتالله اخندزاده د یوه فرمان له مخې، د یوشمېر نورو ولایتونو لپاره هم نوي والیان او چارواکي پر نویو دندو ګومارلي دي.