Asset 1SWN

اندراګاندي روغتون کې د یو میلیون ډالرو په ارزښت نوې څانګې پرانیستل شوې

اکسیجن تولید

د عامې روغتیا وزارت سرپرست نور جلال جلالي نن (سه‌شنبه، ثور ۱۶) د کابل د ماشومانو روغتیا اندراګاندي روغتون کې د اکسيجن د توليد، جنراتور او د برانکوسکوپي ماشينونه پرانیستل.

ده وویل، په دغې پروژې شاوخوا يو ميليون او ۶۵ زره ډالر لګښت راغلی چې د اروپا ټولنې په مرسته د روغتيا نړيوال سازمان له لوري ورکړل شوي.

دی وايي: «د ډېرې خوښۍ ځای دی چې د ماشومانو د روغتیايي خدماتو کیفیت ښه‌والي لپاره د اکسیجن د تولید دستګاه فعاله‌وو. د روغتیا نړیوال سازمان او اروپايي ټولنې څخه مننه کوم. د ماشوم د روغتیا روغتون سره دغه مرسته چې د اکسیجن تولید، برانکوسکوپي او څلور جنراتورونه دي، حیاتي ارزښت لري.»


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


دې سره افغانستان کې د روغتون نړیوال سازمان WHO مسوولان وايي، دغه سازمان د افغانستان له روغتیايي کارکوونکو تخنیکي او ښوونیز ملاتړ ته دوام ورکوي.

هېره دې نه وي چې د يادو ماشينونو په فعالېدو سره به د ناروغ لرونکو هېوادوالو ستونزې تر ډېره بریده د هېواد په دننه کې حل شي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام