Asset 1SWN

لوګر کې ۷ ښوونځیو ته نوې ودانۍ جوړې شوي

لوګر ښوونځي

د لوګر پوهنې ریاست مسوولان وایي چې د ملګروملتونو ماشومانو ملاتړ صندویق(UNICEF) له لوري د ۷۵ میلیونه افغانیو په ارزښت په درېوو ولسوالیو کې اووه ښوونځیو ته نوې ودانې جوړې شوي دي.

د دغه ولایت پوهنې ریاست ویاند شاه پور عرب سلام‌وطندار ته وویل: «دا ښوونځي د پوهنې وزارت له لوري د یونېسف په مالي ملاتړ ټول‌ټال ۷۵ میلیونو افغانیو په لګښت د یوه کال په موده کې په پاخه او اساسي ډول په یوه پوړ کې جوړ شوي دي.»

د نوموړي په وینا، هر جوړ شوی ښوونځی یې یوه اداري خونه، ۶ تدریسي خونې، د لاس‌منځلو ځانګړي ځایونه، د احاطې دیوالونه، د پاکو اوبو ژورې څاه‌ګانې، د لمریزې برښنا او پاکو اوبو رسولو منظم سیستمونه او ۵ غرفې تشنابونه شامل دي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


عرب زیاتوي، په جوړو شویو ښوونځیو کې په برهکي‌برک ولسوالي کې د پادخواب روغني هلکانو او د برکي راجان نجونو لېسو، په څرخ ولسوالي کې د ګرمابه نجونو ښوونځي او په خروار ولسوالي کې د محمدي، حاجي بزرګ، شمشېر ګوټکي او شیخ موسٰی لومړنیو ښوونځیو ودانۍ شاملې دي چې په پرانېستو سره به یې شاوخوا ۲زره او  ۵۰۰ زده‌کوونکو لپاره مناسب ښوونیز چاپېریال برابر شي.

بل‌خوا د لوګر اوسېدونکي هم خوښ دي چې د دغه ولایت په لروپرتو ولسوالیو کې ۷ ښوونځيو ته ودانۍ جوړې شوې، خو ټینګار کوي چې د لوګر په مرکز پل‌علم او یوشمېر نورو ولسوالیو کې هم لسګونه ښوونځي ودانۍ نه‌لري او زده‌کوونکي یي له پراخو ستونزو سره سره په لیک‌لوست بوخت دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام