Asset 1SWN

سلام وطندار

نیدرلنډ نړیوال جام کې نمیبیا ته ماته ورکړه

413207

د شل اووره سیالیو نړیوال جام کې نن سه‌شنبه، فبرورۍ لسمه، د نیدرلنډ کرېکټ ملي لوبډلې په اوو وېکټو نمیبیا ته ماته ورکړه.

په دې لوبه کې لومړی نمیبیا توپ‌‌وهنه وکړه او په ټاکل شویو شلو اورونو کې یې، د اتو لوبغاړو په سوځېدو سره ۱۵۶ منډې جوړې کړې.

د نمیبیا لپاره په توپ‌وهنه کې تر ټولو ډېرې منډې، جان‌ نیکول لوفتي‌ ایټون ۴۲ او جان فرای‌لینک ۳۰ منډې وکړې.

نیدرلنډ لوبډلې ورکړل شوی هدف د لوبې په ۱۸ اوور کې ترلاسه او بریا یې، خپله کړه.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


د  یادې لوبډلې لپاره په توپ‌وهنه کې بېس ډي‌لیډي ناسوځېدلې ۷۲ منډې وکړې او کالن اک‌کرمن هم اغېرمنې ۳۲ منډې جوړې کړې.

دغه سیالي د روان شل اووره سیالیو نړیوال جام له اې ګروپ څخه وشوه چې نیدرلنډ په دې بریا سره له پاکستان پورته په جدول کې دویم ځای خپل کړ.  په دې ګروپ کې هند لومړی ځای خپل کړی دی.

له دې ګروپ څخه نن پاکستان او امریکا هم لوبه لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام