Asset 1SWN

نتنیاهو په ایران د بریدونو ځنډولو له پرېکړې هرکلی کړی

نتنیاهو

د اسراییل لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له لوري ایران سره د اوربند پرېکړې ته غبرګون کې ویلي، په ایران د بریدونو ځنډولو له پرېکړې هرکلی کوي.

د راپورونو پر اساس، نتنیاهو ویلي چې تل‌ابیب په هغه شرط د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له پرېکړې ملاتړ کوي چې ایران د هُرمز تنګی پرانیزي او بریدونه وځنډوي.

خو هغه زیاته کړې چې لبنان په دغه اوربند کې نه‌شاملیږي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ نن اعلان وکړ چې له ایران سره یې د دوو اونیو اوربند منلی.

د هغه له دغه اعلان وروسته ایران امریکا ته د اوربند لپاره ١٠ ماده ییزه طرحه وړاندې کړې ده.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام