Asset 1SWN

نتن‌یاهو سره صلیب ته: یرغمل شویو ته مرستې ورسوئ

Netanyahu

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتن‌یاهو غزه کې له سره صلیب غوښتنه کړې چې له حماس سره یرغمل شویو ته بېړنۍ مرستې ورسوي.

نتن‌یاهو د سره صلیب نړیوال سازمان سیمه‌ییز مشر جولیان لیریسن سره د خبرو پرمهال پر هغه غږ کړی چې غزه کې د حماس له لوري یرغمل شویو ته خواړه برابر او طبي مرستې ورسوي.

بل‌خوا غزه کې د حماس ډله وايي، که اسراییل د دوی ځینې شرایط ومني، یرغمل شویو ته به د مرستو رسولو لاره هواره کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


یادې ډلې زیاته کړې چې اسراییل باید غزې ته د بشر دوستانه مرستو لېږد لپاره ټولې لارې پرانیزي او د مرستو وېش پرمهال بریدونه ودروي.

د اسراییلي چارواکو په وینا، اوس مهال په غزه کې ۵۰ یرغمل شوي کسان پاتې چې یوازې ۲۰ یې ژوندي دي.

حماس تراوسه بشري سازمانونه د یرغمل شویو کسانو سره د هر ډول لاسرسي څخه منع کړي او کورنۍ یې د دوی د وضعیت په اړه لږ یا هېڅ معلومات نه‌لري.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام