د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي چې سعودي عربستان پراخه تشه ځمکه لري او کولای شي، یو فلسطین هېواد پهکې جوړ کړي.
نتنیاهو له ۱۴کانال رسنۍ سره په مرکه کې ویلي: « سعودیان کولای شي چې سعودي عربستان کې یو فلسطینی هېواد رامنځته کړي، دوی شاړه ځمکه ډېره لري.»
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
نوموړي د یوې پوښتنې په ځواب کې چې له سعودي عربستان سره د اړیکو عادي کولو لپاره، د هېواد په توګه د فلسطین رامنځتهکول، اړین دي، نوموړي دا د اسراییلو لپاره ګواښ وګاڼه او هغه یې، رد کړ.
خو هغه زیاته کړه چې له سعودي عربستان سره د اسراییلو د سولې خبرې، کېدونکې دي او په وینا یې، ډېر ژر به وشي.
بلخوا د سعودي عربستان بهرنیو چارو وزارت د نتنیاهو دغه څرګندونې رد کړي او ټينګار یې، کړی چې اسراییلو سره د اړیکو بیارامنځته کول به، د هېواد په توګه د فلسطین جوړېدو پورې تړلی وي.