Asset 1SWN

سلام وطندار

نتن‌یاهو: هیله لرم چې یوه ورځ ایران سره په سوله کې ژوند وکړو

نتنیاهو

د امریکا، اسراییل او ایران ترمنځ د ګواښونو د تبادلې په فضا کې، د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو هیله څرګنده کړې چې په راتلونکې کې به د تل‌ابیب او تهران ترمنځ سوله ټینګه شي.

نتنیاهو تېره ورځ په یوې غونډه کې ویلي، هیله لري داسې ورځ راورسېږي چې اسراییل له ایران سره سولې ته ورسېږي او بیا وکولای شي د سیمې د سولې د پیاوړتیا لپاره هڅې وکړي.

نوموړی دا څرګندونې په داسې حال کې کوي چې د دواړو لورو ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا زیاتې شوې دي.

په همدې حال کې، د اسراییل د بهرنیوچارو وزیر ګدعون سعار یو ځل بیا په ایران کې د معترضانو ملاتړ اعلان کړی او له اروپايي ټولنې یې غوښتي چې د ایران سپاه پاسداران د «ترهګرو سازمانونو» په نوملړ کې شامل کړي.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


نتنیاهو مخکې د «اکونومیست» مجلې سره په مرکه کې ویلي و چې دا شېبې ښايي د ایران د خلکو لپاره یو فرصت وي، څو خپل برخلیک په خپلو لاسونو کې واخلي، خو ټینګار یې وکړ چې بدلونونه هغه مهال اغېزمن وي چې له دننه پیل شي.

هغه خبرداری ورکړی چې که ایران پر اسراییل برید وکړي، نو سختې پایلې به‌ولري.

په ورته وخت کې، راپورونه ښيي چې اسراییل بشپړ پوځي چمتووالی نیولی او د امریکا له‌خوا پر ایران د احتمالي برید لپاره ځان چمتو کوي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام