Asset 1SWN

نتن‌یاهو په لومړي ځل محکمې ته حاضر شو

OIP (4)

د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتن‌یاهو سه‌شنبه، دسمبر لسمه د فساد اړوند محکمې ته حاضر شو او وویل چې د خپلو سختو امنیتي تګ‌لارو له امله تر څار لاندې دی.

۷۵کلن نتن‌یاهو لومړی وزیر دی چې پر دې جرم تورنېږي. هغه داسې مهال محکمې کې پر ده د لګول شویو فساد تورونو په اړه سپیناوی ورکړ چې اسراییل په غزه کې جګړه کې دی او د دې احتمال شته چې سوریه کې د بدلونونو له امله له نورو ناامنیو سره هم مخ شي.

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ

تېره اوونۍ قاضیانو پرېکړه وکړه چې نتن‌یاهو باید د خپل ځان سپیناوي په اړه اوونۍ کې درې ځلې محکمې ته حاضر شي.

نوموړی د دې پرېکړې له امله اړ شو چې د دفاع وزارت د جګړې د کنټرول له خونې، د محکمې خونې ته تګ‌راتګ وکړي. محکمه د دفاع وزارت په څو قدمۍ کې ده.

نوموړي محکمه کې څلور ساعته پر ده لګول شویو فساد اړوند تورونو په تړاو سپیناوی وکړ. هغه محمکې ته ویلي: «زه اته کاله دې شېبې ته په تمه وم چې رښتیا ووایم، خو زه لومړی وزیر یم او هېواد د اوو جبهو په جګړه کې رهبري کوم. زه فکر کوم چې دا دواړه په موازي توګه باید مخته یوسم.»

سلام‌وطندار پر اېکس هم وڅارئ

نتن‌یاهو د میلیونرو ملګرو د ډالیو او د ښو خبرونو پوښښ لپاره رسنیو ته د قانوني امتیازونو غوښتنو او نورو جرمونو په تړاو تورن پېژندل شوی دی.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام