د روسیې، اوکراین او امریکا مذاکره کوونکو د جمعې په ورځ ابوظبي کې سره ولیدل، څو د خاورې اړوند مهمې مسلې په اړه خبرې وکړي.
د راپورونو پر اساس، د اوکراین د کړکېچ په اړه دغه درېاړخیزه امنیتي ناسته کې پر کوم مورد هوکړه نه ده شوې، خو خبرې به نن د جنوري په ۲۴مه هم دوام ومومي.
د اوکراین ولسمشر ولادیمیر زېلنسکي ویلي، د هېواد لپاره یې د امنیتي تضمینونو اړوند شرایط وروستي شوي او له جګړې وروسته د اقتصادي بیارغونې په اړه د هوکړې مسوده هم چمتو ده.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
تر دې وړاندې روسي چارواکو ویلي وو، د امنیتي مسایلو په اړه د روسیې، امریکا او اوکراین درېاړخیزه کاري پلاوی به خپله لومړۍ غونډه د جنورۍ په ۲۳مه ابوظبي کې ترسره کړي.
د کریلمین ویاند دیمیتري پسکوف په وینا، د اړتیا په صورت کې کولی شي چې راتلونکې ورځ هم مذکراتو ته دوام ورکړي.
دغه درېاړخیزې خبرې داسې حال کې ترسره کېږي چې پر اوکراین د روسیې بریدونه دوام لري او په وروستي مورد کې، د اوکراین پر پلازمینه کيیف د روسیې توغندیزو او بېپیلوټه الوتکو بریدونو کې دغه ښار کې برښنا او اوبو ته لاسرسی قطع شوی دی.