وروسته له هغې چې امریکا او ایران د اټومي خبرو د دوام ژمنه وکړه، ورسره هممهاله نړۍ کې د تېلو بیې یو سلنه راټیټې شوې.
رویټرز اژانس نن دوشنبه دلوې ۲۰ / فبروري ۹ یوه راپور کې ویلي، نن د خامو تېلو بیه ۶۷ سېنټه یا یو سلنه رالوېدلي او د هر بېرل بیه ۶۷.۳۸ ډالرو ته رسیږي.
راپور کې ویل شوي، دا چې د امریکا او ایران ترمنځ مذاکرات به نږدې راتلونکې کې ترسره شي، منځني ختیځ کې د تېلو د عرضې ګډوډۍ په اړه وېره تر ډېره کمه شوې.
ایران او امریکا د تېرې جمعې په ورځ د عمان مسقط کې خبرې اټومي خبرې مثبتې وبللې او هوکړه یې وکړه چې د اټومي پروګرام په تړاو خبرو ته دوام ورکوي.