یو شمېر روغتیاپالان وایي، له واده وړاندې مشوره د نجلۍ او هلک دواړو لپاره مهمه ده او له واده مخکې د وینې ګروپ، آراېچ فکټور، هورموني ازموینې، سپرموګرام، د نارینه او ښځې د تولیدي حجرو او د رحم د روغتیا ارزونې په څېر معاینات اړین دي.
دوی زیاتوي، له واده مخکې مشورو ته نهپاملرنه راتلونکې کې د ښځې نهاومېندواره کېدو او د حمل د سقط په څېر د ستونزو لامل کېدی شي.
د نسایي او ولادي برخې ډاکټره عادله اڅکزۍ په دې اړه وایي: «له واده مخکې مشوره د ښځې او مېړه ګډ ژوند لپاره ډېر اهمیت لري. د هلکانو لپاره باید سپرموګرام ترسره شي، څو مالومه شي چې کمزوری نهوي او د ښځې لپاره باید هورموني معاینات وشي. د وینې ګروپ ډېر مهم دی او باید د آراېچ فکتور وکتل شي. که چېرې د آراېچ فکتور ترمنځ توپیر وي، نو باید مخکې له مخکې ورته مشوره ورکړل شي، څو په راتلونکي کې سالم ماشومان ولري.»
د نسایي او ولادي برخې بله ډاکټره سونیتا بهرام زیاتوي چې له واده مخکې مشوره د نهاومېندواره کېدو او د حمل د سقط په مخنیوي کې مهم رول لري.
هغې وویل، د هورمونونو او د رحم د روغتیا ارزونه کولی شي د راتلونکې لپاره د مور روغتیايي ستونزې کمې کړي:
«له واده مخکې د هورمونونو ارزونه او د رحم روغتیا ډېره مهمه ده. که د هورمونونو توازن عادي نه وي، د حمل نهاخېستو، بېاولادۍ او پرلهپسې سقطونو لامل کېږي. همداراز کولی شي د تخمدان کیسټ، اضافي وېښتان او د ځوانۍ دانې رامنځته کړي. پر وخت د نسایي او ولادي ډاکټر ته مراجعه کولی شي د مور راتلونکې روغتیايي ستونزې په څرګند ډول راکمې کړي.»
خو له دې سره سره، دغه راپور کې مرکه شوو ښځو ویلي چې له واده مخکې د مشورو نهترلاسه کولو او روغتیايي معایناتو ته د نهپاملرنې له امله له جدي ستونزو سره مخ شوي.
هغوی ټینګار کوي چې له واده مخکې د مشورو نهشتون نهیوازې د دوی پر روغتیا منفي اغېز کړی، بلکې پر ګډ ژوند یې هم اغېزې پرې ایښې دي.
۲۴ کلنه نفیسه وایي چې له واده مخکې یې د مشورې لپاره هېڅ روغتیايي مرکز ته مراجعه نهوه کړې او له واده وروسته تر لسو کلونو پورې حامله نه شوه.
اوس چې نهه میاشتې کیږي حامله ده، ډاکټرانو ورته ویلي چې د جنین د کمزورۍ له امله یې د ژوندي پاتې کېدو احتمال ډېر کم دی:
«له واده مخکې مې هېڅ روغتیايي مرکز ته د مشورې لپاره مراجعه نهوه کړې. له واده وروسته تراوسه ونه توانېدم چې حامله شم، او اوس چې حامله شوې یم، بستر یم. له لسو کلونو وروسته حامله شوم، اوس د حمل ۳۴مه اوونۍ ده، خو ماشوم نارس دی او ډاکټران وایي ډېر امکان شته چې له منځه ولاړ شي. دوی وایي ماشوم دومره کمزوری دی چې د ژوندي پاتې کېدو امکان یې نشته.»
۳۶ کلنه مژگان وایي چې له واده مخکې د مشورو نه ترلاسه کولو نه یوازې د هغې لپاره روغتیايي ستونزې رامنځته کړې، بلکې پر ګډ ژوند یې هم اغېز کړی او د څو کلونو له ستونزو وروسته یې کورنی ژوند له منځه ولاړ.
«له واده مخکې مې هېڅکله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نهوه کړې. په پیل کې هېڅکله حامله نهشوم، درملنه مې وکړه، پاکستان ته ولاړم خو هېڅ نتیجه یې ورنه کړه. کله چې حامله نهشوم، د مېړه او د هغه د کورنۍ له خوا راته ویل کېدل چې باید بله ښځه وکړي. ۷کاله وروسته مېړه مې بله ښځه وکړه او دوه کاله وروسته یې ما ته طلاق راکړ. زه هم اړ شوم او د پلار کور ته راغلم.»
د کابل اوسېدونکې ۲۹ کلنه بصیره چې له واده مخکې د مشورو نهترلاسه کولو او ورپسې ستونزو له امله له رواني فشارونو سره مخ شوې، وایي:
«له واده مخکې مې روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نهوه کړې او له واده وروسته دوه کاله حامله نهشوم چې له امله یې زما په ژوند کې ډېرې ستونزې رامنځته شوې. له واده مخکې مراجعه کول مرسته کولی شي، دا ډېره ښه ده چې انسان خپل وینه معاینه کړي او ډاکټر ته لاړ شي. زه په بشپړه توګه له رواني ستونزو سره مخ شوې وم. دا ستونزه د مېړه له لوري وه، ځکه خپله زه کومه ستونزه نه لرلم، خو مېړه مې کمزوری و.»
د ښځو د حقونو فعاله فروزان داوودزۍ وايي، د ښځې نهحامله کېدل د مېړه پر وړاندې د هغې له حقونو څه نهکموي او په ځینو مواردو کې ناسم باورونه لامل کېږي چې په ځینو کورنیو کې د حامله نهکېدو له امله د ستونزو ډېره برخه پر ښځو واچول شي.
«په اسلام کې د نکاح او د ژوند ملګرې د انتخاب په برخه کې ویل شوي چې که یوه ښځه اولاد نهشي راوړلای، دا مانا نهلري چې د مېړه پر وړاندې خپل حق له لاسه ورکړي یا سپکاوی دې ورته وشي. خو په افغاني ټولنه کې د ناسم دودونو له امله، داسې چلندونه رامنځته کېږي چې د چټک ډول تاوتریخوالي په توګه ګڼل کېږي.»
دیني عالم قطبالدین مجتهد په دې اړه زیاتوي: «د حنفي فقه له نظره، له واده مخکې د مشورو او روغتیايي معایناتو ترسره کول نهیوازې جواز لري، بلکه په ډېرو مواردو کې مستحب او حتی لازم هم ګڼل کېږي. طبي معاینات د روغتیا د ساتنې له اسبابو څخه دي او جواز لري.»
موږ هڅه وکړه چې په دې تړاو د اسلامي امارت د عامې روغتیا وزارت نظر هم ترلاسه کړو، خو د هڅو سره سره بریالي نهشو.
افغانستان کې، سره له دې چې واده ډېر اهمیت لري، خو له واده مخکې مشورو او روغتیايي معایناتو ته پام کول تراوسه نه دی دود شوی.
فقر او ناسم باورونه یې له عوامل څخه دي چې له پامه غورځول یې په ډېرو مواردو کې د خاوند او مېرمنې په ځانګړې ډول د ښځو لپاره د جدي روغتیايي او ټولنیزو پایلو لامل کیږي.