یوشمېر حقوقپوهان وايي چې ځینې معلولیتلرونکې مېرمنې له خپلو حقونو د نهخبرتیا له امله، د یادو حقونو له امتیازونو بېبرخې پاتې شوې دي.
د دوی په وینا، قانون کې د معلولیتلرونکو کسانو پر وړاندې د تبعیض مخنیوي سربېره، معلولیتلرونکې مېرمنې له جدي ستونزو سره مخ دي. د ۱۳۸۲کال د اساسي قانون د مادو له مخې، دولت مکلف دی چې معلولیتلرونکو ته ټولنیز، روغتیايي، مالي او درماني خدمتونه وړاندې کړي.
حقوقپوه پرویز خلیلي وایي چې د قانون له مخې، د معلولیتلرونکو کسانو د حقونو او صلاحیتونو په ټاکلو کې د هغوی او نورو وګړو ترمنځ هېڅ ډول توپیر نه دی شوی. د هغه په وینا، د افغانستان د اساسي قانون ۲۲مه ماده هر ډول جنسیتي، کاري او جغرافیایي تبعیض منع کوي او هېڅوک نه شي کولی د قانون خلاف عمل وکړي.
نوموړی زیاتوي چې د اساسي قانون ۵۳مه ماده دولت مکلف کوي، څو معلولیتلرونکو کسانو ته صحي، تعلیمي، پرمختیايي او د تداوۍ خدمات برابر کړي.
حقوقپوهه زیبا زحل بیا وایي چې د ځینو قوانینو نهتطبیق او د حقوقي پوهاوي نشتوالی، په ځانګړي ډول د معلولیتلرونکو ښځو ترمنځ، لامل شوی چې هغوی له خپلو اساسي حقونو بېبرخې پاتې شي.
هغې وویل: «د ځینو قوانینو نهتطبیق او د حقوقي پوهاوي نشتوالی، په ځانګړي ډول د معلولیتلرونکو ښځو ترمنځ، سبب شوی چې هغوی له خپلو اساسي حقونو محرومې پاتې شي. د ټولنې منفي لید د دې لامل شوی چې ډېر قوانین عملي نه شي او دا چاره معلولیت لرونکي کسان له زدهکړې، کار او ټولنیزو خدمتونو بېبرخې کړي.»
بلخوا یوشمېر معلولیتلرونکې ښځې وایي، د هغو امتیازونو په اړه د نهپوهاوي له امله چې قانون د معلولیتلرونکو کسانو لپاره په پام کې نیولي، دوی نه یوازې له فقر او د مناسب کاري او اقتصادي شرایطو له نشتوالي سره مخ دي، بلکې د تبعیض او ټولنیز انزوا دروند بار هم پر اوږو وړي. د دوی په وینا، د حقوقي پوهاوي نشتون لامل شوی چې له بنسټیزو حقونو او ټولنیزو خدمتونو بېبرخې پاتې شي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
۳۶کلنه نجیبه د پروان اوسېدونکې او نابینا ده. هغه وایي چې د معلولیت او ټولنیز تبعیض له امله له کاري فرصتونو محرومه شوې ده. د هغې په خبره، نه یوازې دا چې د قانون له امتیازونو خبره نه وه، بلکې هېڅ چا هم ورته پوهاوی نه دی ورکړی. نوموړې زیاتوي چې بېکاري، فقر او اقتصادي ستونزې یې ژوند لا سخت کړی او ان د روغتیايي تداوۍ توان هم نه لري.
هغه وايي: «نه پوهېدم چې قانون زموږ لپاره امتیازونه لري. هېچا موږ ته پوهاوی نه دی راکړی. بېکاري، فقر او اقتصادي ستونزې لرو. غوښتل مې د روښندلان په لیسه کې استاده شم؛ خو د معلولیت له امله مې دا فرصت رانه واخیستل شو. ناروغه هم یم، خو د درملنې وس نه لرم.»
۳۲کلنه مریم نابینا او ۲۸کلنه جمیله چې فلج ده، دواړه د کابل اوسېدونکې دي او د معلولیت پر ژوند او ټولنیزو اړیکو د اغېزو په اړه سلاموطندار ته وايي.
مریم وایي: «موږ هر یو په خورا سختو او ستونزمنو شرایطو کې ژوند کوو. په مکتب کې مې یو استاد و، تل یې ویل چې ولې دا کسان په مکتب کې اجازه لري. ما تل هڅه کوله چې ورته وښیم، موږ له نورو توپیر نهلرو.»
جمیله بیا زیاتوي: «فعلاً د معلولیتلرونکو کسانو لپاره دندې ډېرې کمې دي. موږ وینو چې په هېڅ دولتي اداره کې یو معلول کس هم دنده نه لري، که وي هم ډېر لږ. خلک د معلولیت لرونکو کسانو په اړه ښه نظر نه لري؛ پخوا حتی اجازه نه ورکول کېده چې معلول او غیرمعلول په یوه ځای کې وي.»
د ښځو حقونو یوشمېر فعالان په افغانستان کې د معلولیتلرونکو کسانو، په ځانګړي ډول د معلولیتلرونکو ښځو د ستونزو په اړه وايي چې باید د دوی لپاره مناسب ژوند، ټولنیز خدمتونه او مساوي کاري فرصتونه برابر شي.
د ښځو حقونو فعاله حمیرا فرهنګیار وایي: «د معلولیتلرونکو ښځو ستونزې ډېرې دي. معلولیت له یوې خوا د هغوی په ذهن اغېز کړی او کله کله ځان د ټولنې بار بولي. اوس د دوی لپاره د کار زمینه برابره نهده او ډېری یې په خرابو رواني حالاتو کې ژوند کوي. زموږ د ټولو یو مهم مسوولیت دا دی چې د معلولیت لرونکو ښځو ملاتړ وکړو. قوانین باید واضح لارښوونې او ښه فرصتونه د زدهکړې او د کار موندلو لپاره برابر کړي.»
هڅه مو وکړه چې د دې موضوع په اړه د شهیدانو او معلولینو چارو وزارت د چارواکو نظر هم له ځان سره ولرو، خو بریالي نهشو.
افغانستان کې د ملګروملتونو د مرستندویه دفتر (یوناما) په دې اړه د ۲۰۲۵کال د دسمبر پر ۳مه، د نړیوالې ورځې د معلولیتلرونکو کسانو په مناسبت، پر خپله اېکسپاڼه لیکلي چې نږدې ۱.۵ میلیونه افغانان د جدي معلولیتونو سره ژوند کوي. دغه سازمان زیاتوي چې د دې معلولیتونو ډېری عوامل د افغانستان د اوږدې جګړې او ناارامیو پایله ده.