د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، تېر یوه کال کې د افغانستان له هوايي حریم څخه ۹۶زره او ۵۰۰ عبوري الوتنې شوي چې په اوسط ډول یوه شپه او ورځ کې ۲۷۰ الوتنې کیږي.
د دغه وزارت عملیاتي معین فتحالله منصور نن (شنبه، اسد څلورمه) د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، تېر یوه کال کې د هېواد له هوايي ډګرونو څه باندې ۱۴ زره الوتنې شوي چې له جملې څخه یې ۷ زره او ۶۶۵ الوتنې د کابل له هوايي ډګر ترسره شوي دي.
د مسوولانو په وینا، ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت تېر یوه کال کې څه باندې ۵۰ پروژې ترلاس لاندې نیولي چې له ډلې څخه یې ۳۰ پروژې ګټې اخیستنې ته سپارل شوي دي.
سلاموطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولان وايي، د ښاري ټرانسپورټ د تنظیم او د نویو تمځایونو او ترمینلونو جوړولو لپاره یې کابل کې ۲۱ ځایونه تثبیت کړي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت د واټ مرستیال مولوي عبدالسلام حیدري د دغه وزارت د تېر یوه کال د لاسته راوړنو شریکولو غونډې ته وویل، د عامه او خصوصي مشارکت له لارې د ټرانسپورټي پروژو پرمختیا لپاره هڅې جریان لري او د ۲۰ پروژو تطبیق لپاره یې پانګونه جذب کړې او ځینې قراردادونه یې هم لاسلیک شوي.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مسوولانو په وینا، د ټرانسپورټي همکاریو په برخه کې له روسیې، تاجیکستان او قزاقستان سره هوکړهلیکونه لاسلیک شوي دي.
د دغه وزارت مسوولان زیاتوي چې تېر یوه کال کې له دغه وزارت سره ۲۱۶ باروړونکي او ۱۶۲ مسافروړونکي شرکتونه ثبت شوي او د خدماتو د څارنې پروسه په دوامداره توګه روانه ده.
د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت مالي او اداري مرستیال صدیقالله عابد یادې غونډې ته وویل، د کابل هوايي ډګر د ترمینل پراختیا، د ودانیزو پروژو تطبیق، د هوايي او ځمکني ټرانسپورټ د برخو تجهیز او معیاري کول او د رسمي ټرانسپورټي وسایطو کارولو ته وده ورکول روان کال کې د دغه وزارت له لومړیتوبونو څخه دي.