د میدانوردګ د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست مسوولان وایي چې د خوړو نړیوال پروګرام (WFP) له لوري د دغه ولایت په سیداباد ولسوالي کې پر شاوخوا څلور زره بېوزله او اړو کورنیو نغدي مرسته ووېشل شوه.
د یاد ولایت د کلیو پراختیا او بیارغونې ریاست څخه سلاموطندار ته په رالېږل شوې خبرپاڼه کې راغلي چې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته وېشل شوې.
د سلاموطندار پښتو فېسبوکپاڼه وڅارئ
د ورکړل شویو معلوماتو له مخې، د دغه ولایت په پاتې ولسوالیو کې هم د بېوزله او اړو کورنیو سروې شوې او د راروان ژمې له پيل وړاندې به پر اړو او بېوزله کورنیو د خوراکي او غیرې خوراکي توکو مرسته ووېشل شي.
د سیداباد ولسوالي اړې او بېوزله کورنۍ هم خوښې دې چې د خوړو نړیوال پروګرام له لوري ورسره د خوراکي توکو مرسته وشوه، خو ټينګار کوي چې شوې مرسته دوی ته بسنه نه کوي او غوښتنه کوي چې د دغې ولسوالي وزګارو او اړو ځوانانو ته د دوامداره کارکولو زمینه برابره کړي.