Asset 1SWN

غزه کې نژدې ۳۰۰زره ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي

غزه ماشومان لوږه

د غزې د رسنیو دفتر ویلي چې د اسراییل محاصرې او د لوږې له امله شاوخوا ۲۹۰ زره فلسطیني ماشومان د مرګ ګواښ سره مخ دي.

د راپورونو پر اساس، د غزې د محاصرې په څه باندې دوو میاشتو موده کې، شاوخوا ۷۰ زره فلسطیني ماشومان د شدیدې خوارځواکۍ له امله په روغتونونو کې بستر شوي دي.

یاد دفتر تر دې وړاندې ویلي وو چې مارچ میاشت کې د اوربند له نقض او د اسراییلو بریدونو بیا پیلېدو راهیسې لږ تر لږه ۵۷ فلسطینیانو د لوږې له امله ژوند بایللی دی.


سلام‌وطندار پر اېکسپاڼه هم وڅارئ

د سلام‌وطندار پښتو فېسبوک‌پاڼه وڅارئ


اسراییلو بیا ویلي چې د محاصرې موخه دا ده، ترڅو پر وسله‌والو فشار راوړل شي چې د فلسطین په خاوره کې نیول شوي یرغمل خوشې کړي.

ورته مهال د ملګرو ملتونو ادارو له اسراییلو غوښتي چې بندیزونه لرې کړي، ځکه چې د غزې خلک بشري ناورین او قحطۍ سره مخ دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام