Asset 1SWN

سلام وطندار

د پاکستان او عراق له بندخونو نږدې ۲۳۰ افغان کډوال ازاد شول

G73XrRKbkAAN721

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت د پاکستان او عراق له بندخونو د ۲۲۸ افغان کډوالو د ازادېدو خبر ورکړی.

دغه وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دغه شمېر افغان کډوال روانه اوونۍ ازاد او هېواد ته راستانه شوي.

خبرپاڼه کې ویل شوي چې د سپین‌بولدک له لارې ۲۲۴ افغان کډوال چې دوه میاشتې یې د پاکستان په بندخونو کې تېرې کړې وې او ۴ د نیمروز له لارې چې درې میاشتې یې د عراق په بندخونو کې تېرې کړې وې ازاد او هېواد ته راستانه شول.

د کډوالو وزارت د مالوماتو له مخې، دغه افغانان د کندهار او نیمروز ولایتونو د کډوالو ریاستونو د انتقالاتو امریتونو کې له ثبت وروسته، مرستې ترلاسه او خپلو اصلي سیمو ته لېږدول شوي.

خو د کډوالو وزارت دا نه دي ویلي چې دامهال څومره افغان کډوال پاکستان او عراق کې بندیان دي.

مرتبط با این خبر:

به اشتراک بگذارید:
اخبار و تحلیل‌های مرتبط

اخبار و گزارش‌های سلام وطن‌دار را از شبکه‌های اجتماعی دنبال کنید:

فیسبوک

توییتر

تلگرام